د فروشاتو کموالي سره د مبارزې لارې چارې

0 Comments

څنګه د پلور جریان ژوندی وساتو؟

دویمه برخه

د هر کاروبار د ایجاد اصل له خرڅلاو څخه عبارت دی، چې د خرڅلاو سره بیا د ګټې لاسته راوړلو هدف او موخه شریکه ده نو د کاروباري ادرس په رامنځته کېدو سره د ګټې لاسته راوړلو هدف او موخه وي چې دا هغه وخت امکان لري، چې د خرڅلاو پروسه روانه وي او یا هم ښه خرڅلاو ترسره شي.

په کاروبارونو کې د خرڅلاو  پروسې لپاره په لوړه کچه توجه او فکر موجود وي حتی په ځینو کاروبارونو کې د دې مهمې برخې لپاره جلا ډیپارټمنټونه او ادارې موجودې وي نو اهمیت یې لدې څخه هم جوتیږي، د دې لپاره، چې په یو کاروباري ادرس کې د پلور جریان ښه او ژوندی وساتل شي لاندې ځینو مهمو خبرو او لارښوونو ته اړتیا لېدل کېږي، چې کاروباریان ورته فکر وکړي.

یوولسم: په خپل کار مو تمرکز نور هم زیات کړئ

په خپل کار تمرکز  او فوکس له لومړي سره باید موجود وي خو که تاسې پوه شوئ او یا مو درک کړه، چې د پلور جریان کې مو ستونزې دي او په هغه کچه چې ستاسې توقع ده، فروشات نه ترسره کېږي، نو لازمه ده، چې یو ځل په خپل کار د لا ډیر تمرکز فکر وکړئ او په ښه شکل سره مخته لاړ شئ.

په خپل کاروبار تمرکز پدې معنی، چې د خرڅلاو پروسې ته ښه کتنه وکړئ او هغه لارې چارې په ښه او دقیق ډول تر خپل نظارت لاندې راولئ، چې ستاسې پلور پرې ترسره کېږي، که چېرته په ساده ټکو باندې دا پورته جملې بیان کړو نو ویلای شو، چې خپل کاروبار ته دومره ډېر وخت ورکړئ، چې د کاروبار هره برخه درته په ښه او څرګنده توګه معلومه شي او بیا د ستونزو په رامنځته کېدو سره د حل په لارو چارو ستاسې فکر مخکې له مخکې خلاص وي او په ډېر فوکس او تمرکز سره دا چاره امکان لري.

دولسم: نوښت وکړئ او په نوې بڼه مو د تولیداتو عرضه ترسره کړئ

که مو حس کړه، چې بازار ته ستاسې د توکو او محصولاتو عرضه خلکو ته ډېره د قناعت وړ نده او یا خلک ورسره ستړي کېږي او فروشات مو کمېږي نو د دې لپاره لازمه ده، چې نوښت وکړئ او خپل تولیدات او محصولات مو په نوي او نوښتګره بڼه وړاندې کړئ.

د دې خبرې بله معنی دا هم ده، چې په لویه کچه د خپلو تولیداتو، محصولاتو او خدماتو په کیفیت، قیمت، عرضې او حتی په کاروباري مفاهمه کې نوښت راولئ تر څو مو د فروشاتو د کموالي ستونزه یو څه ورسره حل شوي وي. په نوښت کولو سره په کاروبار کې یوه نوې ساه پو کېږي او په کارکوونکو او مشتریانو کې د یو نوي پېل په توګه ښه ګڼل کېږي.

دیارلسم: Gamification یا د خپلو محصولاتو او تولیداتو د خرڅلاو لپاره لوبېز جریان رامنځته کړئ

یو نوی روش او تکتیک، چې ډیری کاروبارونه یې په لومړي سر کې کوي او یا هغه وخت چې پوه شي، د خرڅلاو پروسه کې یې ستونزې دي نو لدې مارکیټینګ تګلارې څخه استفاده کوي، پدې ډول تخنیک کې د کاروباري ادرسونو له لورې د محصولاتو د خرڅلاو په برخه کې ځانګړي ګیمونه وړاندې کوي، چې د خرڅلاو پروسه جالبه کوي او خلک هڅېږي، چې توکي واخلي.

ګیمیفیکیشن نه یوازې د مشتریانو لپاره په کارل وړل کېږي، بلکې د یو ادارې او کاروبار د کارکوونکو او کارېګرو لپاره هم مهم دی، تر څو یې کاري وړتیا لوړه شي او په ښه شکل سره د تولیداتو او خدماتو عرضه ترسره کړي.

ددې مهم روش یوه ښېګڼه دا ده، چې مشتري ته د ارزښت په ورکولو سره هغه هڅېږي او بیا ځلي د محصولاتو د پېرېدلو تادبیا لري ځېنې ادارې د دې لپاره چې په اوږد مهال کې مشتریان له ځان سره وساتي له همدې تخنیک نه استفاده کوي او هغه مشتریانو ته چې پدې سیستم کې یې نمرې ترلاسه کړیدي د وفاداره مشتري کارټونه ورکول کېږي او په هغې کې مختلف امتیازات ورکول کېږي.

پدې کې د جوایزو پر مټ هم خپل فروشات زیاتولی شو، چې د محصولاتو د پېردلو په تفکیک سره یې د مختلفو کټګوریو له مخې ګټوونکو مشتریانو ورکولای شو.

څوارلسم: د خپلو مشتریانو پر مټ بازار موندنه ترسره کړئ

په کاروبارونو کې لدې تخنیک څخه ډېره استفاده کېږي کله چې یو کاروباري ادرس ایجاد شي نو د خپلو مشتریانو د جذب لپاره په خپله د مشتریانو له لورې د مارکیټینګ کولو پروسه پېلوي، چې ډېر کله په  غوره کیفیت، منساب قیمت، اړیکو او یا هم په یوه تعین شوي امتیاز باندې دا چاره ترسره کېږي خو که په هر روش کاروباري ادرس کولای شي دا چاره ترسره کړي بهتره ده او د فروشاتو د زیاتوالي لامل ګرځي.

ستاسې مشتریان چې کله بازار موندنه کې مرسته درسره وکړي نو د هغوی خبرې په مشتري نسبت ستاسې ښه اغېز لري او نور خلک ته ورته ډېر اهمیت ورکوي نو که پوه شوئ، چې فروشات مو کم شول، له پخوانیو مشتریانو مرسته وغواړئ تر په خپله ژبه او په خپل ترتیب مارکیټینګ وکړي.

پنځلسم: د خپلو مشتریانو فیډبیک له نورو خلکو سره شریک کړئ

کله چې تاسې د خپلو مشتریانو مثبت فیډبیک تر لاسه کړ، نو هغه له نورو مشتریانو او خلکو سره شریک کړئ د دې لپاره، چې نور خلک ډاډه شي دا چاره ډېره ګټوره تمامېږي نه یوازې د هغوی فیډبیک بلکې د هغه اشخاصو او یا ادارو چې تاسې ورته کار کوئ او یا ستاسې مشتریان دي، لوګو او نوم یې نشر کړئ.

د خپل مشتریانو د ښه فیډبیک شریکولو لپاره د ښار په ساحو کې د بېلبورډونو او لوحو پر مټ، د سوشل میډیا پر مټ او همدارنګه د خپل کاروبار پر لیکه شوي ویب سایټ کې یې نشر کړئ او که امکان لري د خپلو مشتریانو د رضایت کېسې په ویډیویي بڼه جوړې کړئ او په ټولنیزو رسنیو کې یې نشر او بیا یې سپانسر کړئ تر څو یې ډېر خلک وګوري.

شپاړسم: خپل مشتریان حیران یا surprised کړئ

زموږ د دې ټولو تخنیکونو او روشونو څخه هدف دا دی چې د خپل کاروبار پلور زیات کړو او پدې سره ډېره ګټه تر لاسه کړو تاسې به د ځېنو ادارو په عمومي پالیسیو کې لېدلي وي، چې د خپلو کارکوونکو د زوکړې ورځ ورته لمانځي که فکر وکړو دا یوه ډېره وړه او کوچنۍ هڅه ده خو په کارکوونکي یې دومره اغیز دی، چې د دې له امله بیا د ادارې اهدافو د تر لاسه کولو لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي، همداسې پکار ده، چې د خپلو مشتریانو د حیران کولو لپاره یو نیم وړاندېزونه ولرو او د هغوی لپاره په قیمتونو، عرضې او خدماتو کې ځانګړې ډالۍ وړاندې کړو تر څو هغوی surprise  شي، دغه اهمیت چې د یوې ادارې له لورې خپل مشتري ته ورکړل شو هغوی یې هیڅکله نه هېروي او تل به له تاسې سره پاتې کېږي او ستاسې په اړه به نورو خلکو ته خبرې او کېسې کوي.

پدې برخه کې د خپلو دایمي مشتریانو لپاره د زوکړې ورځې په مناسبت مراسم نیول، هغوی ته اختریزې ډالۍ چمتو کول، د خوښیو مراسمو لپاره ورته ځانګړې ډالۍ وړاندې کول او داسې نورې لارې چارې شاملې دي.

هغه مشتریانو ته چې بار، بار راځي ځانګړي امتیازات ورکړئ تر څو له تاسې سره خوشحاله اوسي.

اوولسم: د مشتریانو سره د اړېکو چینل فعاله وساتئ

له خپلو پخوانیو مشتریانو سره په هر وخت او هر ډول شرایطو کې په اړېکه کې اوسئ او دوی مه پرېږدئ  چې تاسې او ستاسې محصولات یې له یاده ووځي، د دې خبرې دا  معنی هم ده، چې له خپلو مشتریانو سره ښه راشه درشه ولرئ او هغوی په هر حالت کې له خپلو محصولاتو، تولیداتو او خدماتو سره په اړېکه کې وساتئ.

د دې ګټه دا ده، چې مشتري د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ډېر وخت د نږدې، ژر او اسانه ادرس په لټه کې وي او دا بیا په کاروباري ادرس پورې تړاو لري، چې څنګه کولای شي مشتریانو ته د نږدې والي، ښه او ژر فیډبیک او د تودو اړېکو څخه ګټه واخلي.

اتلسم: یو ځانګړی محصول وړاندې کړئ

که چېرته مو حس کړه، چې پېرېدونکي کې مو کم شوي او په ښه ډول فروشات نه لرئ، نو کوشش وکړئ د هغه محصولاتو په لړ کې چې تر دې مخکې تاسې مارکیټ ته وړاندې کول داسې یو محصول هم وړاندې کړئ چې ستاسې نور سیالان یې نه شي وړاندې کولای او یا یې په اسانۍ د وړاندې کولو وړتیا نه لري، د دې خبرې هدف دا دی، چې په خپلو محصولاتو، تولیداتو او خدماتو کې یوه داسې ځانګړنه پیدا کړئ، چې له نورو سره نه وي او دا چاره لږ فکر او نوښت ته ضرورت لري، همدارنګه خپل دغه محصول په داسې ډول خپلو مشتریانو ته وړاندې کړل شي، چې هغوی یې د جذابیت او جالبیت په اړه حیران شي او ډېر وخت داسې محصولات د خپلو نورو محصولاتو په منځ کې په داسې ډول نندارې ته وړاندې کېږي، چې یوازینی هدف یې د خپلو نورو تولیداتو او محصولاتو ته د خلکو د توجه د راګرځولو په موخه وي کېدای شي دا محصول په کمې ګټې او یا بېخي په تاوان

نوولسم: د یو وخت لپاره د ډېرې ګټې کولو فکر مه کوئ

په کاروبارونو کې حتمی داسې یو حالات راځي، چې د ډېرې ګټې فکر به نه کوې، بلکې یوازې په مارکیټ کې د پاتې کېدو فکر به کوې تر څو له مارکیټ څخه محوه نه شې، طبیعي خبره ده، چې د یو کاروبار د پلور جریان نه وي او یا یې دا جریان کمزوری وي نو حتما به له مارکیټه د محوه کېدو مزه څښي نو دې وخت کې، د کمې ګټې کولو په پالیسۍ فکر پکار دی، تر څو خلکو ته توکي په ښه او ارزانه قیمت عرضه شي او پکې کې شک نشته، چې دا د پلور جریان پیاوړی کوي او یوه نوې ساه پکې پوه کوي.

شلم: د مارکیټ نوو برخو ته لاسرسی پیدا کړئ

کله چې فکر کولای فروشات مو کم شول، نو د نوو بازارونو پلټنه وکړئ، یو له عمده لاملونو چې فروشات پکې کمېږي دا هم دی، چې مارکیټ مشبوع کېږي او خلکو د اخېستلو چې کوم لومړنی حالت دی په اتومات ډول را ښکته کېږي او بیا ځلي توکو ته د اړتیا دوران موده هم زیاته وي نو معلومه خبره ده، چې د مارکیټ مشبوع کېدو سره به فروشات کمېږي، د دې ستونزې د حل لپاره پکار ده، چې کاروبارونه د خپلو توکو لپاره نوي مارکیټونه، نوي ځایونه او نوي مشتریان پېدا کړي، چې پدې سره یې د فروشاتو د زیاتوالي سبب ګرځي.

که څوک په یو کلي کې محصولات او تولیدات وړاندې کوي، هغوی دې ولسوالۍ بازار کې هم خپل محصولات وړانډې کړي او همداسې دې د ولایت په مرکز او نورو ولسوالیو او ساحو کې د خپلو محصولاتو لپاره مارکیټ وګوري او د مارکیټ په پراخه کېدو سره دا ستونزه حلیږي.

په پای کې ویلای شو، چې د پلور جریان باید په هر حالت کې ژوندی وساتل شي، چې دا د کاروبار په بقا او پایښت کې اساسي رول لري، ډېر وخت په لږ کار سره دا ستونزه حل کېدای شي اکثره وخت د فروشاتو کموالی د کاروباریانو له کاروباره د زړه له تورېدو او له مارکیټه د تښتېدو لامل ګرځي، چې دا چاره بیا په نورو کاروباري سکتورونو سر بیره په عمومي ذهنیت هم بد تاثیر لري او خلک د یو کاروبار د پېلولو له چارې لاس اخلي او تل هماغه ناکام شخصیتونه او کاروبارونه په مثال کې راوړي.

د دې لپاره چې موږ په خپلو کاروبارونو کې د پلور جریان ژوندی وساتو یو لړ تدابیر باید ولرو تر څو د مارکیټ د تقاضا سره سم د مشتریانو غوښتنې ته د رسیدګۍ او له سیالانو سره د سالم رقابت کولو په تکتیکونو او مواردو باندې پوه شوي اوسو.

Categories:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *